په ننګرهار کې د ماین چاودنې د ماشومانو په ګډون د ۱۱ کسانو ژوند واخیست. د راپورونو له مخې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پر یوه سراچه ډوله موټر د ماین چاودنه شوې ده، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون یوولس کسان وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، چې په پېښه کې شپږ ماشومان، یوه مېرمن او څلور نارینه وژل شوي دي. دده په خبره دغه کار د وسله والو مخالفینو دی خو په اړه یې لا ډېرې پلټنې پيل شوې دي. د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.



































