د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي، څلور ملکي وګړي او پنځه امنيتي سرتېري ټپيان دي. د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال راز محمد مندوزي ويلي نن سهار د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده. هغه وايي ددې جګړې په ترڅ کې طالبانو د زرمت ولسوالۍ پر بازار د هاوان مرمۍ توغولې دي چې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى او څلور ملکي وګړي او پنځه امنيتي سرتېري ټپيان دي. قوماندان د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې په ټپيانو کې څلور کومانډو سرتېري او يو پوليس شامل دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو دې ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې له تېرې ورځې راهيسې طالبانو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ٤٠٧ بريدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.



































