د عراق د الفتح ایتلاف مشر هادي العامري ویلي، امریکا په عراق کې د ایران د قدس ځواکونو پر مشر برید سره د یاد هېواد ملي حاکمیت ته سپکاوی کړی دی. هغه له الاتجاه شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، امریکا یوه زره هم د عراق حاکمیت او سیاسي لوریو ته درناوی نلري. نوموړي زیاته کړې، امریکا باید ژر تر ژره له دې هېواده پښې سپکې کړي او د عراق پارلمان وروستۍ پرېکړې ته په درناوي خپل ټول ځواکونه له یاد هېواده وباسي. نوموړي ویلي، امریکا له پیله تر اوسه د عراقیانو ملا نه ده تړلې بلکې برعکس یې د داعش ډلې پوره ملاتړ کړی دی. العامري څرګنده کړې، امریکا په عراق کې د شویو ټولو جنایاتو تر شا لاس لري او تل یې عراق او عراقیان د ترهګرۍ قرباني کړي دي.






































