د امریکا دفاع وزارت ویلي چې په عراق کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د ایران تر برید وروسته د ټپي شویو ۳۴ امریکایي عسکرو له ډلې د اتو هغو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. دا عسکر چې په عین الاسد هوایي اډه کې یې د ایران د برید پر مهال مغذي ضربه لیدلې وه اوس یې وضعیت نازک ښودل شوی دی. د پنټاګون یو تن ویاند جاناتن هافمن ویلي، تر برید وروسته اغېزمن شوي کسان د درملنې لپاره المان ته لېږدول شوي وو او اوس بېرته امریکا ته لېږدول شوي دي. د یادونې ده چې د ایران د قدس ځواکونو د وژل شوي مشر قاسم سلیماني تر وژنې وروسته، ایران په عراق کې د امریکا پر پوځي اډه عین الاسد توغندي وتوغول. که څه هم په هغه وخت کې د امریکا ولسمشر ویلي وو چې په یاد برید کې امریکایي ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی خو وروسته معلومه شوه چې د برید له امله ۳۴ عسکرو سخته مغذي ضربه لیدلې ده.






































