یوې باوري سرچینې کابل نیوز ته ویلي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مرستیال ملا عبدالغني برادر له بنده خوشی شوی دی. د سرچینې په وینا امریکا له پاکستان غوښتي چې ملا برادر خوشی کړي او دغه هېواد هم نوموړی له بنده ازاد کړی دی. ملا عبدالغني برادر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له مهمو کسانو ګڼل کېده چې له اوږدو مودو راهیسې د پاکستان په زندانونو کې بندي وو. پخواني ولسمشر حامد کرزي په ځلونو له پاکستان د ملا برادر د خوشي کولو غوښتنه کړې وه، خو دغه هېواد نه منله. ددغه مسئلې په اړه طالبانو، پاکستاني حکومت او یا هم امریکا تر دې دمه څه نه دي ویلي.



































