کله چې تاسو په دې هڅه کې وی، چې غواړی خپلو غوښتنو ته ورسېږی، نور نو هغه څه ته ارزښت نه ورکوی، چې بې له کومې اړتیا یې ستاسو وخت ضایع کاوه او انرژي مو یې بې ځایه مصرفوله، دا هر څه خپل رنګ له لاسه ورکوي. یوازې د هغه څه په اړه به فکر کوی، چې ستاسو په ژوند کې کلیدي رول لري. تاسو به بیا په همدې اړه فکر کوی او داسې لارې چارې به ګوری، چې څنګه وکولای شی موخې ته د رسېدو چاره مو نوره هم ګړندۍ کړی.
کله چې غواړی چېرته ورسېږی، د رسېدو لپاره ورته تر ټولو ښه او پر ځای تصمیم نیسی. دغه تصمیم کار او ځای ته په کتو مو خپلې موخې ته اهمیت ورکوي، درجه بندي کوی یې او بالاخره پرېکړه کوی.
دې ته په کتو سره چې موخه مو څه ده، په کار لاس پورې کوی او اجازه نه ورکوی چې بې ځایه او بې مانا فکرونه مو ذهن ګډوډ کړي. کولای شی په ډېر کم وخت کې ډېر لوی کارونه تر سره کړی او موخې ته مو ځان ورسوی.