یوه متقاعد امریکایي جنرال دې هېل نشریې ته ویلي د شمالي کوریا او ځينو نورو هېوادونو پر وړاندې د ټرمپ اقداماتو ته په کتو دا ویلی شو، چې یوازې هغه کولی شي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي. دده په خبره له ټرمپ پرته به بل څوک دا وړتیا و نه لري چې امریکا په افغان جګړه کې بریالۍ کړي. ګري هارل چې مخکې یې په افغانستان کې هم ماموریت ترسره کړی وايي، د افغانستان جګړه ډېر خونړي حالت ته ننوتې ده، خو د مېلر په ګومارلو ټرمپ تر ټولو غوره کار کړی دی. هغه سکاټ مېلر یو پیاوړی نظامي یاد کړی دی او په وینا یې که له نوموړي سره د جګړې په ډګر کې همغږي رامنځ ته شي نو ښایي دغه جګړه کنټرول کړي او د اوږدېدو مخه یې ونیسي. نوموړي دا هم ویلي چې د سکاټ مېلر او افغان ولس تر منځ هم د اړیکو یوه پیاوړي مزي ته اړتیا ده، څو له افغانانو سره په سلا او مشوره دغه جګړه پای ته ورسول شي.



































