ایران وایي د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د یونما له مشر تادامیچي یاممتو سره د لیدنې پر مهال ویلي دوی هیله لري چې په افغانستان کې نوی حکومت ژر خپله دنده پیل کړي. د ظریف په خبره دوی د افغانانو رایو او انتخاب ته درناوی لري او له نوي حکومت سره به دوستانه اړیکې وپالي. ظریف دغه راز ویلي دوی د سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دي او د هغو مذاکراتو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي. د یوناما مشر هم د سولې په برخه کې د ایران رول مهم بللی دی او پر دغه هېواد یې غږ کړی چې افغانستان ته د سولې په راتګ کې همکاري وکړي.






































