امریکا یو ځل بیا پر ایران تور پورې کړی چې د ایران له ملاتړه برخمنو وسله والو بغداد کې د دوی پر سفارت برید کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، ایران په سیمه کې د ټولو نارامیو تر شا ولاړ دی او په بغداد کې د امریکا پر سفارت برید کې هم لاس لري. نوموړي د عراق له لومړي وزیر سره په تلیفوني خبرو کې ویلي، چې په عراق کې باید د ایران فعالیتونه وڅارل شي او دغه راز دې عراقي حکومت د امریکا د ديپلوماتیکو تاسیساتو امنیت خوندي کړي. وړمه ورځ په بغداد کې د امریکا پر سفارت درې توغندي ولګېدل چې دې مسئلې د امریکا غبرګون وپارولو.






































