د امریکا د الاباما ایالت په جکسون سیمه کې د اورلګېدنې له امله اته کسان وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان دي. د سي ان ان شبکې د راپور له مخې په دې اورلګېدنه کې شاوخوا ۳۵ وړې کښتۍ هم له منځه تللې دي. د جکسون سیمې پولیسو ویلي، په دې پېښه کې د ټپیانو له ډلې اووه هغه یې روغتونونو ته لېږدول شوي چې روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی. د چارواکو په خبره، تر اوسه د اورلګېدنې علت معلوم نه دی خو دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.






































