د موخې ټاکنه، د بریا پیل دی. کله مو چې د ځان لپاره موخه وټاکله، پوه شی چې نیمه لار مو وهلې ده. نور نو ځنډ پکار نه دی. کله چي له مهالوېش سره سم د صبر او استقامت له لارې خپلې موخې ته ورسېږی، د خولې خوند به مو ښه شي او بې له ځنډه به د بلې موخې د ټاکلو پرېکړه کوی. په دې ډول سره به مو ژوند ټول وخت د پرمختګ په حال کې وي. که کلونه وروسته خپل تېر وخت ته فکر وکړی، وبه ګوری چې څومره پرمختګ مو کړی او ژوند به مو سم لوري ته روان وي، ځکه کولای شی په ذهن کې مو د هغه څه تصویر جوړ کړی، چې خپله موخه مو ټاکلې ده، وجود به مو پر نفس له اعتماد څخه ډک وي او له پوره شوق او ذوق سره به خپل کار تر سره کوی. دغه څه مو په وجود کې مثبته انرژي هم پیدا کوي. خپلې موخې مو د کاغذ پر مخ ولیکئ او همدا نن ورته د رسېدو او لاس ته راوړلو لپاره لاس پکار شئ.