شنبه, مارچ 14, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

ناسالم حسادت ګډ ژوند له منځه وړي!

ژباړه: عطامحمد میاخېل

جنوري 29, 2020
in ژوند
0 0

کله ناکله هغه وخت ډېر خوند کوي چې د خپل ژوند د شریک حسادت ووینی، ځکه تاسو ته دا احساس درکوي، چې هغه واقعاً درسره مینه لري، ورته مهم یاست او له دې وېرېږي چې خدای مه کړه، له لاسه مو ور نه کړي. د چا نه خوښېږي چې دا ډول ښه احساس تجربه کړي؟

خو په یوه اړیکه کې له بریده ډېر حسادت اصلاً ښه او سم نه دی، ځکه د یوه کینه‌کښ انسان په وجود کې د نه‌باورۍ د احساس ښکارندویي کوي.

ښایي په یوه مینه‌ناکه اړیکه کې حسادت په زړه‌پورې تر سترګو شي، خو دا چې وغواړی تل له یو بل سره واوسی (ګواکې ټوله دنیا مو په مقابل لوري کې خلاصه شوې ده، یا برعکس) په اوږد مهال کې به بدې پایلې ولري.

اوس له کومه ځایه پوهېدای شی، چې د ژوند د شریک حسادتونه مو ناسالم دي؟ له کومه ځایه پوهېږی، چې د ژوند د شریک په اړه مو حسادتونه سالم یا ناسالم دي؟ آیا ځانګړې نښې نښانې لري؟ آیا فکر کوی چې ستاسو حسادتونه طبیعي دي؟

آیا خوښېږي مو چې د اونۍ اووه ورځې او شپه او ورځ ۲۴ ساعته د خپل ژوند له شریک سره واوسی؟

هو دا طبیعي ده چې د خپل ژوند له شریک سره نه یاست، خپه کېږی، خصوصاً که چېرې مو دا عادت ګرځېدلی وي چې تل له یو بل سره واوسی، خو که زړه مو غواړي چې د ژوند شریک مو یوازې او یوازې له تاسو سره وي او ستاسو له اړیکې څخه بهر هېڅ وخت تېر نه کړي، دا بیا توپیر کوي.

که مو د ژوند شریک یوازې د خپل ځان لپاره غواړی او خوښېږي مو نه چې هغه خپله نړۍ کشف کړي، نو مینه مو ځان غوښتونکې ده، ځکه وېرېږی چې له لاسه یې ور نه کړی، له دې امله تر کومه ځایه چې شونې ده، نو محدودوی یې. رښتینی مین، خپله مینه او معشوقه آزاده او خپلواکه پرېږدي چې خپل ځان وروزي، خپل خوبونه وڅاري او له نویو انسانانو سره آشنا شي، که په پای کې مو مینه بیا هم له تاسو سره پاتې شي، نو خپله مینه یې تاسو ته ثابته کړې ده.

هره دقیقه چې له یو بل سره نه یاست، نو هغه چک کوی.

دا چې د ژوند شریک مو تر څنګ نشته، نو تل هغه ته زنګ ووهئ، یا پیغام ور استوئ، دا هم د یوه ناسالم حسادت بله نښه ده. که ټاکل شوې وي هر وخت چې مو د ژوند شریک د سترګو پر وړاندې نه دی، پر وېره او خپګان اخته شی، یانې واقعاً پر هغه باور نه لری، دا چلند ستاسو روغتیا ته هم زیان رسوي، ځکه تل خواشيني یاست او اروایي فشار لری.

که داسې عادت شوي یاست چې د خپل ژوند د شریک د ټولو فعالیتونو په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړی او پرې پوه شی، نو ډاډه اوسی چې ډېر ژر به داسې وخت را ورسېږي، چې هغه ستاسو له دې چلنده ستړی شي، که په پای کې یې دا تصمیم ونیو چې خوشي مو کړي، نو ګرم تاسو یاست.

اجازه نه ورکوی چې د ژوند شریک مو له خپلو دوستانو سره بهر لاړ شي

که خوښېږي مو نه چې د ژوند شریک مو له خپلو دوستانو سره وګوري، ځکه له دې څخه وېرېږی چې د یوه بل کس تر څنګ په اوسېدلو ښې شېبې تېرې کړي، نو واقعاً کینه‌کښ یاست.

آیا ستاسو خوښېږي چې د ژوند د شریک په غوښتنه او یا هم د هغه په جبر، له خپلو دوستانو سره لیده کاته ونه کړی؟ ډاډه «نه» ویلی شم.

که تاسو اجازه ونه لری چې خپل دوستان وګوری، نو هرو مرو بد احساس کوی، خصوصاً که پوه شی چې دوستان مو هېڅ ستونزه او نیمګړتیا نه لري.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپل ژوند د شریک فعالیتونه کنټرولوی

هو دا ډېره ښه ده، چې تاسو او د ژوند شریک مو د خپل اکونټ په پټ نومونونو (پسورډونو) باندې پوه شی، چې ستاسو تر منځ کوم څه پټ پاتې نه شي، خو هغه څه چې ښه او سم نه دي، په پټه په ټولنیزو رسنیو کې د خپل ژوند د شریک د فعالیتونو چک کول دي. د بېلګې په ډول، دا چې هغه څوک څاري (فالو کوي)، کومې ځړونې خوښوي (لایک کوي) یا څه ډول کمینټونه پرېږدي.

که دا ډول کارونه کوی، نو باید پر دې پوه شی چې بې‌باورۍ درباندې غلبه کړې ده.

باید له خپل دې چلنده ډډه وکړئ، ځکه ستاسو ذهن له شک، تردید او کینې څخه ډکوي او اړیکې ته به مو ډېر زیات زیان ورسوي.

پر هر هغه چا شک لری، کوم چې ستاسو د ژوند د شریک پر ځړونو کمینټ کوي او په اړه یې پلټنه کوی

ستاسو دا ځانګړتیا هم د تېر مورد غوندې د بې‌باورۍ او بدګومانۍ نښه ده، کله چې د هر هغه چا په اړه چې ستاسو د ژوند د شریک پر ځړونو کمینټ کوي او یا هغه لایک کوي، پر بدګومانۍ اخته کېږی او په اړه یې پلټنه کوی، نو یانې باوري یاست چې د ژوند شریک مو درسره خیانت کوي، تاسو له هر هغه چا سره کینه او حسادت کوی چې ستاسو د ژوند له شریک سره تعامل لري.

البته دا ډېره ښه ده چې ښه آګاهانه مهارتونه ولری او ځیرکتیا مو ډېره زیاته وي، چې زیان ونه وینی او دوکه نه شی، خو که چېرې مو د ژوند شریک په حقیقت کې درسره ژمن او وفادار وي څنګه؟ په دې صورت کې مو خپله انرژي بېځایه لګولې ده.

تل د خپل ژوند شریک پر خیانت تورنوی

که نه شی کولای، چې خپله مخه ونیسی او د خپل ژوند شریک پر خیانت تورنوی، نو دا ښکاره کوی چې کینه‌کښه یاست، که تل د خپل ژوند د شریک پر وفادارۍ باندې شک کوی، نو پر سالمې اړیکې نه شی پوهېدای.

بې‌باوري د یوې ناسالمې او نه پایښت لرونکې اړیکې نښه ده، په حقیقت کې کله چې ډاډ نه وی، نو مینه او لېوالتیا هم نشته، ځکه که د خپل ژوند پر شریک باور نه شی کولای، باید له خپله ځانه وپوښتئ، آیا اوس مو هم خوښېږي چې دې اړیکې ته دوام ورکړی؟

د ژوند شریک مو اجازه نه لري چې له تاسو پرته کوم ځای ته لاړ شي او یا هم تفریح وکړي

که د ژوند شریک ته اجازه نه ورکوی چې له تاسو پرته کوم ځای ته لاړ شي، نو ښکاره ده چې کینه‌کښه او بې‌باوره یاست. ستاسو دا کار د دې ښکارندویي کوي چې پر خپل ځان هم بې‌باوره یاست، په همدې دلیل وېرېږی چې د ژوند شریک مو له تاسو پرته، بل ځای خوشاله وي او ښایي بېرته تاسو ته را ونه ګرځي، دا ستونزه مو نه یوازې اړیکه له منځه وړي، بلکې د هغې ریښې په مرسته چې ستاسو د ننه یې لري، پر ځان باور مو له منځه وړي.

کله مو چې د ژوند شریک درسره نه وي، تل ورسره اړیکه ټینګوی څو وګوری چېرته او له چا سره دی

آیا هر کله چې د ژوند شریک مو له تاسره نه وي، پر اروایي فشار اخته او ناکراره کېږی؟ که چېرې دا چک وکړی چې د ژوند شریک مو چېرې او له چا سره دی، نو کینه کښ انسان یاست، تر ټولو بده دا چې د خپل ژوند له شریک څخه وغواړی، څو یې درته ثابته کړي چې همدا اوس چېرې دی او څه کوي، تر هر څه ژر خپل دا عادت پرېږدئ، څو داسې یوه ورځ را ونه رسېږي چې د ژوند شریک مو تاسو پرېږدي او حیران شی.

څنګه خپل ناسالم حسادت پرېږدی؟

که څه هم داسې لږ حسادت کولای شي، اړیکه مو هیجاني او توده کړي، خو له بریده زیات حسادت سر خوږی جوړوي او په اړیکه کې مو د ناسم پوهاوي، جګړې، شخړې او ستړیاوو د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي؛ له دې امله باید داسې لارې چارې پیدا کړئ، څو ناسالم حسادت پرېږدی او د خپل ژوند له شریک سره ښه او سالمه اړیکه ټینګه کړی.

دا ومنئ چې کینه‌کښه یاست

کله ناکله افراد له دې څخه انکار کوي، چې کینه‌کښ دي او نه غواړي چې خپله دا بده ځانګړتیا ومني، ځکه نه غواړي چې کمزوري تر سترګو شي، خو تاسو باید پوه شی چې څه احساسات لری، ښایي وکولای شی په موقتي ډول خپل د نننی احساس نالیدلی ونیسی، خو تل به پر دې چارې بریالي نه شی، بالاخره په یوه نه یوه ځای کې مو کنټرول له لاسه وځي، نو له خپل ځان سره رښتیني واوسئ او دا ومنئ چې له ناسالم حسادت سره لاس و ګرېوان یاست.

د خپل حسادت پر پټو دلایلو پوه شئ

کله مو چې ومنله چې پټ حسادت لری، نو وخت یې را رسېدلی دی چې هغه لاملونه پیدا کړی، چې تاسو یې پر دې سخت حسادت باندې اخته کړي یاست. د بېلګې په ډول، آیا کینه‌کښ یاست، ځکه چې خاوند مو له مخالف جنس څخه ډېرې زیاتې همکارانې لري؟ آیا د حسادت دلیل مو دا دی چې خاوند مو له ټولو سره ښه او صمیمي چلند کوي؟ یا ښایي داسې احساس کوی چې خاوند مو ډېر جذاب او د پام وړ دی او تاسو د هغه په اندازه جذابه نه یاست؟ لومړی د خپل حسادت دلیل پیدا کړئ چې وکولای شی وروستی ګام پورته کړی.

خپل احساسات څرګند کړئ

که خپل احساسات پېژندلای شی، نو په اړه یې د خپل ژوند له شریک سره خبرې کولای شی، کله چې خپل احساسات څرګندوی، نو آرامه او هوسا واوسئ چې ناسم‌پوهاوی رامنځ ته نه کړی، یا قضیه لا پسې پېچلې نه شي. که خپل احساس په سمه توګه څرګند نه کړی، ښایي د ژوند شریک مو فکر وکړي چې بې منطقه یاست، په هر حال د حسادت دلیل مو چې هرڅه وي، باید وکولای شی په اړه یې په سمه توګه خبرې وکړی او یو بل ته په ښه توګه غوږ ونیسی، چې یوې پایلې ته ورسېږی.

د هغو څیزونو په اړه چې خواشیني کوي مو، له یو بل سره خبرې وکړئ او یوې هوکړې ته ورسېږئ.

که له دې څخه خواشیني یاست چې ولې مو د ژوند شریک له خپلو مخالف جنس همکارانو سره خبرې کوي او ورسره لیده کاته لري، نو اړتیا لری چې پر دې باندې له یو بل سره هوکړې ته ورسېږی، چې په اړیکه کې کوم څیزونه منی او کوم نه منی. نرمښت او انعطاف د دواړو لوریو له خوا اړین دی.

Share11Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Columbus, United States
شنبه, مارچ 14, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

مارچ 13, 2026

چين د توليدي ظرفيت د مازاد په پلمه د امريکا له سیاسي لاسوهنو سره کلک مخالفت څرګند کړ

مارچ 13, 2026

چين او امریکا به په فرانسه کې پر سوداګريزو مسئلو خبرې وکړي

مارچ 13, 2026

د چين او مصر خارجه وزيرانو تلیفوني خبرې وکړې

مارچ 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In