د امریکا متحده ایالتونو د سوریې د شمال- لوېدیځ پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او په دې سیمه کې یې ژر تر ژره د اوربند د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د روسیې او ایران نیابتي وسلهوالو او حکومتي ځواکونو په ادلیب او حلب ولایتونو کې پوځي عملیات پیل کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه بیان کې ویلي، دا عملیات به بشري کړکېچ رامنځ ته کړي او په ادلیب ولایت کې چې د وسلهوالو یاغیانو وروستی سنګر دی، پر سلګونه زره ملکي وګړو ناوړه اغېز کولای شي.
پامپیو دغه راز زیاته کړې چې دا ځواکونه بېحده هوايي بریدونه او ځمکني پوځي عملیات کوي، چې په نتیجه کې یې زرګونه ملکي وګړي له دې سیمې څخه تېښتې ته اړ شوي دي.
پامپیو دغه راز پر روسیې او ایران تور پورې کړی چې په سوریه کې د اوربند پر وړاندې خنډونه جوړوي. نوموړي زیاته کړې: «د روسیې او ایران په ملاتړ د سوریې د رژیم پرله پسې عملیات د اوربند پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي، موږ ژر تر ژره د دغه ډول عملیاتو د درېدو او اوربند د رامنځ ته کېدو غوښتنه کوو.»
کله چې په ۲۰۱۱ ز کال کې د سوریې کورنۍ جګړه پیل شوې، په لسګونه زره کسان پکې وژل شوي او په میلیونونو نور یې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. په دغه هېواد کې جګړه وروسته له هغې نوره هم خونړۍ شوه کله چې د روسیې او ایران د بشارالاسد له رژیم څخه ملاتړ وکړ، خو د امریکا په ګډون، لوېدیځو هېوادونه بیا د سوریې د رژیم د مخالفینو ملاتړ کوي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا، روسیې، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب، سوریې په ادلیب کې پر اوربند هوکړه کړې وه، خو اوس داسې ښکاري چې دا اوربند به ډېر دوام ونه کړي.






































