د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو او فلسطین په اړه خپله طرحه اعلان کړه. ټرمپ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، ددغه د طرحې له مخې بیت المقدس د تل لپاره د اسراییلو پلازمینه ده او نه به وېشل کېږي. نوموړي دغه راز ویلي چې دا د پېړۍ سوله ده او په دې توګه به په سیمه کې شته ناندرۍ د تل لپاره ختمې شي. بلخوا زرګونه فلسطینیانو د ټرمپ ددغه پرېکړې په غبرګون کې لاریونونه کړي دي. د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې امریکا به د خپلې دغه طرحې د ملاتړ لپاره یو فلسطینی هم پیدا نه کړي. نتنیاهو بیا تر امریکا وروسته مسکو ته ځي او دغه مسایل له پوتین سره شریکوي. د فلسطین او اسراییلو ترمنځ همدا اوس کشمکش اوج ته رسېدلی دی او اسراییلو لا ډېر سرتېري د غزې شاوخوا سیمو ته استولي دي.






































