ایران وایي امریکا نور په سیمه کې ځای نه لري او پر واشنګټن تورې تیارې را روانې دي. د ایران پارلمان تېره ورځ په یوه ځانګړې غونډه کې ویلي په افغانستان کې د امریکايي الوتکې سقوط دا په ډاګه کړه چې دغه هېواد نور په سیمه کې ځای نه لري او واشنګټن ته په کار ده چې خپل ځواکونه له دې ځایه وباسي. د ایران د پارلمان د قضایه کمېټې رییس حسن نوروزي وایي، له وضعیت ښکاري چې هره ورځ امریکا ته نوې تیارې او تور تمونه جوړېدونکي دي. دده په خبره د سیمې ټولو هېوادونو ته په کار ده چې د امریکا د خپلسریو پر وړاندې ودرېږي او په سیمه کې ددغه هېواد لاسوهنه بنده کړي.






































