هند وايي که وغواړي له نظامي لارو پاکستان له اوو تر لسو ورځو کې ختمولی شي.د هند لومړي وزیر نریندا مودي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې، دوی تل خبرې کړې دي خو تر اوسه یې هېڅ وخت خپل پوځ ته د پاکستان پر وړاندې د اقدام اجازه نه ده ورکړې. دده په وینا دوی ان د پولې شاوخوا کې هم امنیتي ځواکونو ته د عملیاتو امر نه دی کړی. مودي وایي که پوځ ته امر وکړي نو خپل دغه ګاونډی هېواد له اوو تر لسو ورځو کې ختمولی شي. د مودي په خبره پاکستان تل په سیمه کې جګړو، ناندریو او ترهګریو ته لمن وهلې ده او د ترهګرو ډلو تر ټولو ستر ملاتړی دی. دده په خبره پاکستاني حکومت زرګونه انسانان وژلي دي او لا هم خپلو ورانکارو کارونو او ترهګریزو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.






































