محمود عباس د ټرمپ پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی. نوموړي له رام الله په یوه مستقیمه تلویزیوني وینا کې د خبرو پرمهال وویل، ټرمپ او نتنیاهو غواړي خپلې توطئې عملي کړي. دده په خبره په دغه طرحه کې نوي څه نشته، بلکې د پخوانیو ظالمانه پلانونو دوام دی. دده په خبره دوی ته هغه فلسطین د منلو نه دی، چې بیت المقدس دې ترې بېل وي. محمود عباس ویلي ددوی حقوق او بیت المقدس د پلورلو او چنو لپاره نه دي. نوموړي پر ټرمپ او نتنیاهو غږ کړی دی چې دوی پر خپل دريځ ولاړ دي نو ښه به وي چې د خپلو طرحو له عملي کولو لاس په سر شي. د ټرمپ د نوې طرحې له مخې بیت المقدس باید د اسراییلو پلازمینه وي، فلسطین به مستقل هېواد وي خو بیت المقدس ترې بېلېږي، دا مسئله ښايي په منځني ختیځ کې ناندرۍ اوج ته ورسوي.






































