د کورنیو چارو وزارت وایي کشفي او امنیتي ځواکونو یې په تېرو دوو ورځنیو ټاکنو کې تر دې دمه د پولیسو په ګډون ۴۴ کسان نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په ټاکنو کې د جعل، تزویر او درغلیو په تور یاد کسان نیول شوي دي خو په دې برخه کې لا ډېرې پلټنې او څارنې روانې دي. هغه وايي پولیس هڅه کوي چې د شفافو ټاکنو امنیت خوندي کړي او هر هغه کس به د قانون منګولو ته سپاري چې په ټاکنو کې لاسوهنه کوي. امنیتي ادارو په ټول هېواد کې تر اویا زره ډېر سرتېري د ټاکنو د امنیت په موخه ګومارلي دي. یادې ادارې له خپلو فعالیتونو راضي دي او کورنیو چارو وزارت ویلي چې تر ۱۷ سوه ډېرې امنیتي پېښې یې خنثی کړې دي.



































