د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي هر څوک چې قانون مات کړي نیول کېږي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شا وایي له پښتون ژغورنې غورځنګ سره خبرې پر خپل ځای دي خو هغه کسان چې قانون ماتوي نیول کېږي. د پاکستان پولیسو د پښتونژغورنې غورځنګ مشر د قانون ماتونې په تور نیولی دی. د پاکستان حکومت وایي چې هغه د پاکستان اساسي قانون نیمګړی بللی دی. بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي وایي، چې هر څوک کولی شي په اساسي قانون کې نیمګړتیاوو ته اشاره وکړي او یا یې په اړه نظر ورکړي. د منظور پښتین نیولو په نړۍ کې توند غبرګونونه پارولي دي او ګڼو نړیوالو بنسټونو پر پاکستان غږ کړی چې ژر تر ژره دې پښتین له بند خوشی کړي او پر ده لګېدلي تورونه دې بېرته واخلي.






































