د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې پرون ۴۰۱ مرکزونه تړلي پاتې وو او ټاکل شوې وه، چې نن به په دغه مرکزونو کې رایې اچونه کېږي، خو په خبره یې دوی بریالي شوي چې یوازې ۲۵۳ مرکزونه پرانیزي. هغه وايي چې پاتې مرکزونه د امنیتي تهدیداتو او نورو ستونزو له امله تړلي پاتې دي. د کمیسیون رییس همدا راز وویل، چې په ټاکنو کې ستونزې وې، د ټاکنو کمیسیون په ځینو سیمو کې پر خپلو چارو برلاسی نه و، خو په وینا یې دا ټولې ستونزې د موقتي کارکوونکو د نابلدتیا له امله رامنځ ته شوې دي. هغه همدا راز ویلي چې تېره شپه اتیا سلنه رایې شمېرل شوې هم دي. صیاد د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون هم وغوښتل چې له خپلو څرګندونو سره مسوولانه چلند وکړي اود ټاکنو په اړه د خلکو اذهان مخشوش نه کړي.



































