د روغتیا نړیوال سازمان وایي نړۍ د کرونا ویروس له امله په حساس وخت کې ده. د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو اقداماتو د څانګې مسوولین وایي دوی چین ته تللي دي او ددې ناروغۍ پر وړاندې د چین هېواد مبارزه ستایي. ددغه ادارې په خبره نړیوالو ته په کار ده چې په ګډه د ناروغۍ د پراختیا مخه ونیسي. کرونا ناروغي له دوو اونیو راهیسې په چین کې د پراختیا په حال کې ده. د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ددغه ناروغۍ نښې نښانې لیدل شوې دي. چینايي رسنۍ وایي چې د چین په ټولو ښارونو کې ددغه ویروس د موجودیت پېښې تایید شوې دي. روغتیا نړیوال سازمان وایي له چین سره ددې ناروغۍ په له منځه وړلو کې جدي همکاري کوي.






































