د پاکستان پوځ ویلي ډېورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په دته خیل تحصیل سیمه کې د پوځ او وسله والو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې دوه پوځیان وژل شوي دي. پوځي چارواکي زیاتوي، پوځ د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر اساس سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي وو چې د وسله والو پر کمین واوښتل. پوځ په یاده نښته کې د خپلو دوو پوځیانو د وژل کېدو تر څنګ د پنځه وسله والو د وژنې ادعا هم کړې ده. د برید پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.






































