وروسته تر هغه چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وویل، هند کولی شي په لسو ورځو کې پاکستان له منځه یوسي، سیاسي څارونکي وایي، پاکستان اوس پوهېدلی دی چې له هند سره یې مخ کېدل په زیان دي. د سیاسي چارو پاکستانی څارونکی، سهیل محمود وایي، هند په وروستيو دوو بریدونو سره پاکستان او نړۍ ته وښوده چې دا هېواد کولی شي د پاکستان له ملاتړه برخمنې ترهګرۍ ته اغېزمن ځواب ورکړي. په ورته وخت کې د سیاسي چارو هندی شنونکی، منوج کمار وایي، د هند تر وروستي برید وروسته د پاکستان په برخورد کې ژور بدلون راغلی دی او دغه ګاونډی هېواد په دې پوهېدلی دی چې د هند حکومت به نور د ترهګریزو بریدونو له ځوابه ډډه ونکړي. د یادونې ده چې د هند د پوځ نوي مشر څه موده وړاندې وویل، کشمیر د هند برخه ده او که پارلمان اجازه ورکړي نو په لنډه موده کې به ټول کشمیر د هند برخه وګرځوي. تمه وه چې پاکستان به توند غبرګون وښیي خو تر دې څرګندونو وروسته د پاکستان غبرګون ډېر سوړ و.






































