د روغتیا نړیوال سازمان له یوه اوږد بحث وروسته په چین کې د کرونا ویروس په اړه بیړنی روغتیايي حالت اعلان کړی. دغه سازمان تر اوسه پورې دغه اقدام ځنډولی و خو وروسته له هغې دغې پرېکړه ته مجبور شوي چې په چین کې ددغه ویروس له کبله د وژل شوو کسانو شمېر ۱۷۰ تنو ته ورسېد او د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې يې نښې نښانې ولیدل شوې. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي موخه یې راولاړې شوې ستونزې ته د نورو هېوادونو پام اړول او د حل لارو لپاره ګډې مبارزې باندې تاکید دی. روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې د کرونا ویروس په چین کې په ډیرې چټکتیا خپور شوی او د امریکا، فرانسې، آلمان، کاناډا او ویتنام په څېر هېوادونو کې ددغې ویروس مثبتو پېښو ثبتیدل هم د اندېښنې وړ خبره بللې.






































