اروپایي پارلمان په غوڅ اکثریت له اروپایي ټولنې د بریتانیا له وتلو سره موافقه وکړه. د اروپایي پارلمان ۶۲۱ تنو موافقه او ۴۹ غړو مخالفه رایه ورکړه، نږدې ۱۳ وکیلانو ممتنع رایه کارولې ده. د بریتانیا او اروپایي ټولنې ترمنځ به د راتلونکې همکارۍ لپاره خبرې اترې تر دې وروسته دوام وکړي. بریتانیا هڅه کوي چې د ۱۱ میاشتو په ترڅ کې له اروپایي ټولنې سره د سوداګرۍ په برخه کې یو هر اړخیز تړون وکړي. بریتانیا لومړی هېواد دی چې وروسته له ۴۷ کلونو د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له سیاسي اقتصادي ټولنې وځي.






































