د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز احمد شاه په یاد هېواد کې د ایران له سفیر سید محمد علي حسیني سره په کتنه کې د پاکستان او ایران تر منځ په مختلفو برخو کې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ. دواړو لورو په یاده لیدنه کې د تروریزم او نشه یي توکو د مخنیوي، د اقتصادي اړیکو او سرحدي مرستو د پراخېدو خبر ورکړی. د ایران سفیر په دې کتنه کې ډاډ څرګند کړی، چې د پاکستان او ایران تر منځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د ښه ژوند زمینه برابروي او د باور فضا رامنځته کوي.






































