د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د تروریستي بریدونو د امکان له کبله پاکستان ته د امریکا د دولتي مامورینو په تګ راتګ باندې محدودیتونه لګول شوي دي. اعلامیه زیاتوي چې د پاکستان اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو به د دېپلوماتیکي تاسیساتو څخه بهر د امریکایي مامورینو په تګ راتګ محدودیتونه لا هم ډیر کړل شي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ځینو امنیتي ستونزو له کبله په پاکستان کې امریکايي وګړو ته بېړنۍ مرستې رسول ځینې محدودیتونه لري چې له کبله یې غواړي امریکایي وګړي خپل تګ راتګ محدود کړي. اعلامیې کې راغلي چې ښایي د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې ځینې تروریستي بریدونه وشي چې له همدې کبله یې له خپلو کارکوونکو غوښتي چې دغو ایالتونو او د پاکستان او هند پولې ته نږدې سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي.






































