د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال نه تر ۲۰۱۹ پورې له دغه هېواده دوه لکه، ۸۵ زره او ۸۹۰ پاکستانیان د بیلابیلو جرمونو له امله بېرته پاکستان ته شړلي دي. دا کسان د غلا، نشه یي توکو د قاچاق او په سعودي کې له ویزې پرته اوسېدو له امله بېرته پاکستان ته شړل شوي دي. د راپورونو له مخې دغه راز په یاد هېواد کې شاوخوا ۲۱۰۷ پاکستانیان بندیان هم دي. په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د پاکستان حکومت ویلي وو چې ولیعهد محمد بن سلمان یې غوښتنه منلې ده او په دې هېواد کې بندي پاکستاني وګړي به ژر تر ژره ازادوي خو لا هم نه دي خوشې شوي.






































