نیوزویک نشریې په اروپا کې د ناټو پرلپسې نظامي مانورونو ته په اشارې لیکلي، امریکا له روسیې سره یو بل جنګ ته د چمتوالي په حال کې ده. نشریه کاږي، امریکا تېر کال له ایران سره د کړکېچ په اوج کې په بېسارې توګه نظامي مانورونه کړي او په پنځه میاشتو کې یې تر ۹۳ ډېر نظامي تمرینونه ترسره کړي دي. د سرچینې په خبره، د همدې مانورونو پر مهال په وار وار روسیې د اندېښنې په څرګندولو سره په پټه خپلې استخباراتي الوتکې هم خپلو پولو ته استولې او یاد تمرینونه یې له نږدې څخه څارلي دي. د سرچینې په وینا، په دې تمرینونو کې چې له ځمکنۍ جګړې تر سایبري بریدونو پورې د هر څه احتمال پکې وو په ښکاره داسې ویل کېدل چې د ایران پر ضد دي خو په اصل کې د دې مانورونو هدف ایران نه بلکې روسیه وه. نیوزویک د امریکا د هوایي ځواکونو محرمانه اسنادو ته په اشارې چې ترې څرګندېږي د ناټو فعالیتونه درې برابره ډېر شوي دي د خپل راپور په پای کې لیکي دا د دې ښکارندویي کوي چې سړه جګړه بیا پېښېدونکې ده.






































