وروسته تر هغه چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټرمپ د (پېړۍ معاملې) په نوم طرحې په اړه د سعودي چارواکو پر چوپتیا نیوکې وکړې او ویې ویل چې سعودي باید د نړۍ د یو مسلمان هېواد په توګه د دې طرحې په اړه روښانه غبرګون ښودلی وای، سعودي شهزاده، عبدالرحمان بن مساعد ویلي، دوی د اردوغان په څېر یوازې خبرې نه، بلکې عمل کوي. اردوغان د ټرمپ پر یاده طرحه توندې نیوکې کړې، هغه یې یو طرفه پرېکړه بللې او زیاته کړې یې ده چې اسلامي نړۍ باید یو ځای د دې طرحې په اړه خپل غږ اوچت کړي. د پېړۍ معامله د منځني ختیځ په اړه د ټرمپ طرحه ده چې له مخې یې، بیت المقدس د اسراییل پلازمېنه اعلان شوې ده او دې پرېکړې د ځینې اسلامي هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.






































