د ښځې او خاوند تر منځ سمې او روغې اړیکې د خوشاله ژوند راز دی؛ خو که دا اړیکې سمې ونه اوسي، د وینې د فشار تر څنګ، د ډېرو روغتیايي ستونزو لامل کیږي. د امریکا په مشیګان پوهنتون کې په یوه تازه څیړنه کې ثابته شوې، هغه میړونه او ښځې چې یو له بل سره سمې اړیکې نه لري، پر اروايي ستونزو سربېره، د وینې پر لوړ فشار هم اخته کیدای شي. څیړنه کې راغلي چې نارینه نسبت خپلې مېرمنې ته ژر پر یادو ناروغیو اخته کیدلای شي. دوی دا دلیل راوړي، چې نارینه د ښځو پر وړاندې حساس وي. ژور خفګان، د زړه ناروغۍ او ځینې نور هم د مېرمنې او خاوند له ناسمو اړیکو څخه سرچینه اخلي. خو اوس پوښتنه دا ده چې څنګه دا اړیکې ښې وساتو؟
له میړه/مېرمنې څخه له کچې زیاته تمه مه کوئ. دا چاره اړیکې زیانمنوي. د تفاهم نشتون هم اړیکې خرابوي. کوښښ وکړئ چې یو او بل درک کړئ. که غواړی خوشاله او سالمې اړیکې ولری، نو سوله وکړئ او یو بل ته سره تېر شئ.