د امریکا په فلوریډا کې د ټرمپ هستوګنځي ته نیږدې ډزې شوې دي. په پېښه کې دوه کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې د ډزو پر مهال یې ټرمپ په خپل هستوګنځي کې وو. دا ډزې له یوې کلیسا سره څېرمه شوې دي خو تر اوسه یې اصلي علت او لامل نه دی روښانه شوی. پولیس وايي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي او ژر به ددغه پېښې عاملین ونیسي. څو ورځې وړاندې هم په دغه سیمه کې ورته ډزې شوې وې چې څو کسه پکې ټپیان شوي وو. ټرمپ بیا په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې هر څه سم دي او دی پخپل کور کې دی.






































