فلسطین وایي له دې وروسته له امریکا او اسراییلو سره هېڅ ډول اړیکې نه پالي. د فلسطین ولسمشر محمود عباس د عرب هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د ټرمپ طرحه ورته د منلو وړ نه ده. دده په خبره له دې وروسته له اسراییلو او امریکا سره هېڅ راز اړیکې نه پالي. نوموړي له امریکا سره د امنیتي اړیکو د پرېکولو خبره هم وکړه. دده په خبره د ټرمپ پرېکړه د اسلو د تړون ماتول دي او دوی ته د منلو وړ نه ده. د عرب هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم دغه طرحه غندلې ده او هغه یې د فلسطیاینو پر حقوقو تېری بللی دی.






































