په عراق کې نوي صدراعظم محمد توفیق علوي تېره ورځ لوړه وکړه او کار یې پیل کړ. د عراق ولسمشر د افراطي شیعه مشر مقتضی الصدر او له ځینو ایران پلوه سیاسي ډلو سره د یوې معاملې په پایله کې توفیق علوي د دغه هېواد صدراعظم وټاکه. ایران د عراق د حکومت دا کار ستایلی دی. د عراق مخکنی صدراعظم په عراق کې د لاریونونو له کبله له دندې لاس په سر شوی و. خو په بغداد کې په زرګونو عراقیانو بیا هم لاریونونه وکړل او د حکومت دا پرېکړه یې وغندله. لاریون کوونکو د توفیق علوي او مقتضی الصدر پر ضد هم شعارونه ورکړل. هغوی له ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې څخه وغوښتل چې د دوی ننګه دې وکړي. په همدې حال کې مقتضی الصدر په خپل ټویټر کې د عراق له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د هغو خلکو مخه دې ونیسي چې لارې او سړکونه بندوي.






































