افغانانو په ټاکنو کې د ګډون له لارې ثابته کړه چې دوی یو نه ماتېدونکی او قهرمان ملت دی.
د پښتونخوا ملتپال سیاستوال او د عوامي ملي ګوند مخکښ غړي افراسیاب خټک ویلي، د افغانستان ټاکنې په خورا سختو شرایطو کې وشوې او افغانانو هم پکې په خورا سختو شرایطو کې ګډون وکړ.
دخټک په خبره، افغانانو په ټاکنو کې د پراخ ګډون پر مټ ثابته کړه چې دوی يو نه ماتېدونکی ملت دی او له خورا سختو شرایطو سره له مخ کېدو سره سره يې خپله روحيه ساتلې ده.
دغه ملتپال سياستوال ویلي چې د افغانستان د خلکو دښمنان افغانان د ارام ساه اخيستو ته نه پرېږدي او په ټاکنو کې یې هم خونړي ترهګریز بریدونه وکړل.
افراسیاب خټک افغان حکومت او افغان ځواکونو ته هم مبارکي ویلې چې په ډېرو سختو امنیتي ګواښونو کې یې خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون زمینه برابره کړه.
د خټک دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ټاکنو په ورځو کې په مختلفو امنيتي پېښو کې تر ۴۰ ډېرو کسانو خپل ژوندونه له لاسه ورکړل. دغه راز په بلخ کې د ولسي جرګې د يوه نوماند څلور ناظرين تښتول شوي وو چې پرون يې جسدونه وموندل شول.



































