د سوریې په ادلب ښار کې د روسي او د بشار اسد ځواکونو له لوري د شویو هوایي بریدونو له امله ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی ویلي، د سوریې حکومتي پوځیانو پرون د روسیې په ملاتړ په ادلب کې د تل په څېر په ملکي وګړو هوایي بریدونه کړي دي او د ځاني زیانونو سربېره یې ورته ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي دي. د یادې ډلې په خبره، په دې بریدونو کې د وژل شویو ۱۴ کسانو له ډلې اته یې د یوې کورنۍ غړي وو. د راپورونو له مخې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.






































