ایراني چارواکي وایي، سعودي عربستان د اسلامي همکارۍ سازمان په اضطراري ناسته کې د دوی د پلاوي مخنیوی کړی دی. دا غونډه چې په جده کې جوړه شوې وه ایراني پلاوي ته پکې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، سعودي حکومت د دوی پلاوي ته ویزه نه ده ورکړې نو له دې امله دوی نه دي توانېدلي چې په یاده ناسته کې ګډون وکړي. د منځني ختیځ په اړه د پېړۍ معاملې په نوم د ټرمپ د سولې طرحه د دغې ناستې اصلي محور و. هغه ویلي، سعودي په خپل کوربتوب له دې ناستې ناوړه ګټه پورته کړې ده. د دې ناستې جزیات تر اوسه نه دي رسنیز شوي.






































