د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو په تړاو د متحده ایالتونو اقدامات ګواښوونکي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینګ ویلي، امریکا نه یوازې دا چې د کرونا د ویروس په مخنیوي کې مرسته نه ده کړې، بلکې په دې برخه کې یې په ګواښوونکو اقداماتو لاس پورې کړی دی.
نوموړې دغه راز زیاته کړې: «د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله ډېریو هېوادونو له چین سره مرسته کړې چې موږ یې منندوی یو، خو امریکا له بده مرغه چې په دې برخه کې مرسته نه ده کړې، بلکې ورځ تر بلې ګواښوونکي اقدامات کوي.»
هغې امریکا ته د چینایي وګړو پر بندیز هم نیوکه کړې او ټينګار یې کړی چې په دې سره به د دواړو هېوادونو اړیکې اغېزمنې شي.
هغې یوځل بیا ټينګار کړی چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره به له ټول توان او امکاناتو ګټه واخلي او خبرداری یې ورکړی چې که د متحده ایالتونو روان اقدامات ونه درول شي، ناوړه پایلې به ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د چینایي رسنیو په خبره، په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۳۶۱ رسېدلی او په زرګونو نور کسان پرې اخته شوي دي.
په همدې حال کې چینايي چارواکي خبر ورکوي چې تر اوسه پر یاد ویروس ۱۷ زره کسان اخته شوي او له ۲۱ زرو ډېرې شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
د چارواکو په خبره، په ووهان ښار کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ډېرې نورې پېښې هم ثبت شوې دي.
په همدې حال کې په هانګانګ کې هم ۲۴۴ مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر دې دمه پکې دوه تنه مړه شوي دي.
په ورته وخت کې د راپورونو له مخې، د نړۍ په ۲۴ نورو هېوادونو کې هم د کرونا ویروس پېښې ثبت شوې چې تر دې دمه پرې نږدې یو سلو پنځه تنه پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان هم تېره اونۍ په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ د چټک خپرېدو له کبله بېړنی حالت اعلان کړی دی.






































