د سوریې په ادلب کې د ترکي او سوریايي ځواکونو ترمنځ تازه نښتو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې د ترکیې په راکیټي او هوایي بریدونو کې د سوریې ۷۶ نظامیان وژل شوي دي. دا بریدونه د هغه بریدونو په ځواب کې شوي چې له امله یې ۶ ترکي عسکر وژل شوي وو. ادلب د ترکیې له پولې سره نږدې ولایت دی چې څه موده وړاندې ترکي پوځیان د خپل هېواد د امنیت لپاره دغه ښار ته ننوتل. اوس د سوریې حکومت غواړي دغه سیمه له ټولو مخالفو وسله والو او ترکي عسکرو پاکه کړي. د ترکیې او سوریې ترمنځ په دغه سیمه کې نښتې اوس هم دوام لري او سوریه ددې غوښتونکې ده چې ترکي ځواکونه له ادلب او نورو سیمو ووځي.






































