د کرونا ویروس له امله په چین کې د وژل شوو کسانو شمېر ۴۱۴ کسانو ته رسېدلی دی. د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې د چین حکومت ددغه ویروس د کنټرول لپاره هر اړخیزې هڅې کوي او په دې لټه کې دي چې وکړی شي د پراختیا مخه یې ونیسي. د چین حکومتي رسنۍ وایي وروستۍ شمېرې ښيي چې ۴۱۴ کسان ددې ناروغۍ له امله وژل شوي دي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیواله اداره وایي چې تر دې دمه بېړنی حالت روان دی خو د چین اقدامات او فعالیتونه یې ستایلي دي. دغه اداره وایي له ویروس سره د چین پر وخت مبارزه او فعالیتونه د ستایلو وړ دي.






































