د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماند او د ټرمپ سرسخت رقیب برني سندرز وایي، راتلونکې ټاکنې به د امریکا وګړو ته دا پیغام ولري چې امریکایان به یې په پایله کې د یو غوره حکومت څښتنان شي. نوموړي زیاته کړې، امریکایان نه غواړي د ټرمپ په څېر یو دروغجن او فاسد ولسمشر ولري. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، ټرمپ د امریکا په تاریخ کې تر ټولو فاسد، دروغجن او داسې ولسمشر دی چې له اساسي قانون څخه هیڅ خبر نه دی. سندرز زیاته کړې، د ټرمپ په دوره کې تعصب او تفرقه اوج ته رسېدلې ده او خلکو له یو بل څخه واټن اخیستی دی. هغه ډاډ ورکړی دی چې راتلونکې ټاکنې بې بندوباریو ته د پای اېښودو غوره موقع ده.






































