د امریکا د کانګریس مشرې نانسي پلوسي د ټرمپ د وینا متن په مهمه کلنۍ غونډه کې څېرې کړ. پلوسي د ټرمپ د وینا د پای پر مهال د ټولو حاضرینو په مخ کې په یوه مهمه ملي غونډه کې د ټرمپ د وینا متن څېرې کړ. په رسنیو کې په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې هغه د ولسمشر ټرمپ د وینا متن څېرې کوي او پر خپل مېز یې اېږدي. دا د امریکا د ولسمشر د وینا سپکاوی ګڼل کېږي. پلوسي تل پر ټرمپ نیوکې کوي چې د امریکا باور ته یې په نړیواله کچه زیان رسولی دی او له قانون سرغړونې کوي. نوموړې بریالۍ شوه چې په کانګرس کې د ټرمپ د استیضاح طرحه هم تایید کړي او دمګړی د ټرمپ استیضاح چارې روانې دي. د ټرمپ وینا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زرګونه کسانو کتله او د پلوسي دا کار په ټولنیزو رسنیو کې غوغا جوړ کړې ده.






































