یو امریکایي سناتور کریس مورفي د ټرمپ پر څرګندونو د توندو نیوکو ترڅنګ ویلي، پښېمانه دی چې په کانګر غوندې له برم ډک ځای کې یې د ټرمپ دروغ او فریب واورېد. هغه زیاته کړې، د ټرمپ په حضور کې کانګرس ته په ورتګ سخت پښېمان دی. نوموړي زیاته کړې، د ټرمپ دا څرګندونې د ۲۰۲۰ میلادي کال ټاکنو ته له کمپاین پرته بل هیڅ هم نه وې او په وینا یې نوموړي یو ځل بیا تېر دروغ ټکي په ټکي بیان کړل. مورفي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، بدبختانه ټرمپ یو ځل بیا د خلکو د غولولو لپاره دروغ وویل او له فریبه ډکې څرګندونې یې وکړې. هغه زیاته کړې ټرمپ هیڅ اصولو ته ژمن نه دی او د امریکا موقف یې په نړیواله کچه زیانمن کړی دی.






































