له شلو ورځو راهیسې د امریکا د کانګریس له لوري د ټرمپ د استیضاح قضیه مخ ته وړل کېده چې کانګرس تایید کړه او د لا ډېر پرمختګ لپاره یې سنا ته ولېږله. د سنا ډېری غړي د ټرمپ پلویان دي او دوی ټرمپ ته برات ورکړ. دوی د دوو قضیو په اړه رایګري وکړه چې په دې کې ۴۷ مخالفې او ۵۳ موافقې رایې وې. په دې توګه د امریکا سنا پرېکړه وکړه چې ټرمپ ته برات ورکړي. که ټرمپ ته برات نه وی ورکړل شوی نو هغه به د امریکا درېیم ولسمشر و چې استیضاح کېږي او دغه راز یې که رایې کمې وړې وی نو له دندې به ګوښه کېدلو.






































