په ترکیه کې له یوه غره د واورې ښوېدو له امله ۳۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور تر واورې لاندې دي. تر دې وړاندې د سې شنبې په ورځ له ایران سره پولې ته نږدې دغه سیمه کې واوره ښوېدلې وه، چې پنځه کسان یې وژلي وو. د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۳۸ ته رسېدلی دی. د ترکیې رسنیو د چارواکو له خولې ویلي، په وژل شویو کې پولیس، ساتونکي، مرستندویان او ملکي خلک شامل دي. ترکي رسنۍ دغه راز وایي چې مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلي دي او هڅه کوي له زیانمنو خلکو سره اړینه مرسته وکړي.






































