پخوانی ولسمشر حامد کرزی د یکشنبې په ورځ د کندهار د امنیې قومندان شهید جنرال عبدالرازق د فاتحې لپاره د کندهار ولایت ته سفر وکړ.
په دغه سفر کې د شهید عبدالرازق له کورنۍسره د غم شریکي لپاره له پخواني جمهور رئیس سره قاضی ګل رحمان، عبدالجبار تقوا، ضرار احمد عثماني، اسحق الکو، مولوی صاحب بلوڅ، حکمت خلیل کرزي، انجینر نبیل، وحیدالله شهرانی، شهزاده مسعود، ملا مجاهد، ارشاد احمدی، احمد الله علیزي، حمید صدیق، حامد اکرم او سمیع الله سادات ملګرتیا کوله.

د دغه سفر په ترڅ کې پخواني جمهور رئیس د شهید عبدالرازق له کورنۍ، دوستانو او د کندهار له یو شمېر مشرانو سره وکتل، د شهید رازق د خدمتونو او میړانې ستاینه یې وکړه او د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډ ګیرنې مراتب دوی ته وړاندې کړل.
همداراز پخواني جمهور رئیس د شهید عبدالرازق له مور سره هم وکتل او د ډاډګیرنې تر څنګ یې هغې ته د لوی خدای له درباره د جمیل صبر استدعا وکړه.



































