جمعه, مارچ 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د مالي مسایلو کنټرول مو د سټریس له کموالي سره مرسته کوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

فبروري 15, 2020
in لیکنې
0 0

له لګښت مخکې سپما وکړئ. د سبا ورځې غم هم باید در سره وي. هغو کسانو چې زما (د بریا ۷۰ رازونه) کتاب لوستی دی، د دې راز په اړه کېدای شي زما له سپارښتنو سره بلد وي. وروسته له هغه چې خپلې ټولې نغدې پیسې مو خرڅ کړې، بیا نو د سپما په اړه فکر مه کوئ، ځکه که تاسو وغواړی یا ونه غواړی، له ماتې سره مخ کېږی. دا زده کړئ، مخکې له دې چې لګښت وکړی، یوه اندازه پیسې مو سپما کړئ. زه پوهېږم کله چې د کور مصارف ډېر وي، بیا په میاشتني ډول د برېښنا او یا نور بېلونه درته راځي، دغه وخت د پیسو سپمول یو څه سختېږي؛ خو تاسو باید زده کړئ چې له دې هر څه سره سره دغه کار وکړئ.

(سپما د عوایدو هغې برخې ته وایي چې نن یې نه لګوو او د سبا یا بلې ورځې د لګولو او کارو بار لپاره يې ساتو. سپما یوازې د نغدو پیسو ساتلو ته هم نه وایي، هر هغه څه چې نن یې وساتی، سبا ترې ګټه واخلئ او ژوند مو مخ ته پرې بوځئ، اړتیا مو پوره کړئ او د بل له احتیاجه مو ځان خلاص کړئ، دا هرڅه سپما بلل کېږي. موږ او تاسو چې کله د سپما خبره اورو، لومړنی شی مو چې ذهن ته راځي هغه بانک دی. موږ فکر کوو چې سپما یانې په بانک کې د نغدو پیسو ساتل؛ خو سپما یا Saving په اصل کې نه مصرف شوي عواید دي، هغه که په هر ډول وي او هر چېرته یې وساتی.

سپما یانې همدا نن په ورځني ژوند کې د ډېر او بې ځایه لګښت مخه نیول. هڅه وکړئ چې د کورنۍ غړي مو د سپما له ګټو خبر کړئ او د سپما کولو لارې چارې ورته په ګوته کړئ. د سپما کچه ستاسو د عوایدو په کچې پورې اړه نه لري، کولی شی خپله ورته یوه مناسبه اندازه وټاکئ. د سپما ګټه یوازې تاسو ته نه، بلکې کورنۍ، ټولنې او ان هېواد ته رسېږي. کولی شی سپما شوې پیسې چاته قرض الحسنه ورکړئ او اړتیا یې پوره کړی، پانګونه پرې وکړئ او ډېر نور کسان در سره پر دنده وګومارئ، په دې کار سره به مو هم ځان ته ګټه رسولې وي او هم به مو د خلکو زړونه لاس ته راوړي وي.

سپما یوه له هغو موضوعاتو ده چې خبرې کول یې په اړه اسانه دي، خو تر سره کول یې بیا ډېر سخت دي. موږ ټول په دې پوهېږو چې سپما کول ډېر ښه او عاقلانه کار دی، خو ټول یې بیا په تر سره کولو کې ستونزې لرو او نن په سبا یې کوو. که فکر وکړو سپما له لګښته ډېره ګټه لري، خو یو څه سر خوږی هم لري. هغه کسان چې په مهارت سره خپلې پیسې سپما کوي، په دې ښه پوهېږي چې څه ډول خپلې پیسې مصرف کړي، خو په دې هم باید ځان پوه کړي چې څه ډول کولی شي خپل عواید زیات کړي.

دلته درته ځینې هغه لارې چارې په ګوته کوو چې سپما کول زده کړئ او ورسره خپل عواید زیات کړئ.

سپما کول خپل مسوولیت وګڼئ

د دې لپاره چې پوه شی څه ډول سپما وکړی، په هماغه لومړي سر کې خپل ټول عواید مه لګوئ. هره میاشت د خپلې تنخوا یوه برخه مخکې له دې چې له لاسه مو ووځي، سپما کړئ. که څو ځله دغه کار تر سره کړی، عادت او مسوولیت مو ګرځي. کولی شی پاتې پیسې د خپل ورځني ژوند د پر مخ بېولو لپاره د مهالوېش له مخې مصرف کړئ. د دې کار لپاره د خپلې ادارې له مالي برخې او یا هم له اړوند بانک سره خبرې وکړئ چې په اتومات ډول ستاسو په خوښه یوه اندازه پیسې ستاسو د سپما یا تقاعد حساب ته ولېږدوي. که مو کارو بار ازاد وي او یا هم میاشتني حقوق په نغدي ډول تر لاسه کوی، بیا نو ځان داسې اموخته کړی چې له هر څه وړاندې ټاکلې اندازه پیسې خپل د سپما اکونټ ته ور اضافه کړئ. په دې کار ځان عادت کړئ او مسوولیت یې وګڼئ.

د سپما لپاره مناسبې موخې وټاکئ

که د سپما لپاره مناسبه موخه ولری، نو سپما کول درته اسانه کېږي. هڅه وکړئ چې داسې موخې درته وټاکئ چې ورته ورسېدی شی، ځکه خپله موخه ټاکل انګېزه هم درته پیدا کوي. د بېلګې په توګه، د موټر یا کور اخیستل او یا هم د تقاعد په دوره کې د یوه ښه او مناسب ژوند درلودل. دغه څه در سره مرسته کوي چې د سپما لپاره مو هوډ پیاوړی شي.

ناهیلي کېږئ مه

کله چې په سپما کې له ستونزو سره مخ کېږی، په ډېرې اسانۍ کېدای شي له دې کاره لاس واخلئ او هغو موخو ته رسېدل درته سخت ښکاره شي چې د ځان لپاره مو ټاکلې دي. مهمه نه ده چې تاسو د څومره پیسو په سپما کولو پیل کوی، خو سپما هر وخت ممکنه ده. څومره ژر هم چې دغه کار پیل کړی، هومره ژر به مالي امنیت ته ورسېږی. که تاسو غواړی په راتلونکي کې د یوه کور څښتن شی او په دې برخه کې له ستونزو سره مخ وی، لومړی د خپل لګښت له لېست څخه غیر ضروري توکي حذف کړئ. سمه ده چې له موټر پرته ژوند کول ستونزمن دي، خو که خپل اوسنی موټر و پلوری، په ډېرې اسانۍ سره له ښاري موټرو څخه په ګټه اخیستلو اموخته او ورسره عادي کېږی. په دې کار سره به تاسو د خپلې موخې پر لور یو ګام ور نږدې شوي وی.

د اوسني کرایي کور په پرتله یو ارزانه کور کرایه کړئ

د ډېری کسانو لپاره د کور کرایه تر بل هر لګښت زیاته او سخت وي. خو که په همدې برخه کې هم یو څه صرفه وکړئ، کېدای شي په میاشتني ډول مو د سپما کچه ډېره لوړه شي او په راتلونکي کې د خپل کور څښتنان شی. سمه ده چې له یوه ځای څخه بل ځای ته کډه وړل هم سخت او ګران پرې وځي، خو ډېر کله ګټه په تاوان کېږي.

د برېښنا لګښت مو را کم کړئ

تاسو به لیدلي وي چې ډېری کسان هره میاشت بې له دې چې پوښتنه وکړي او یا یې پر کمولو فکر وکړي، یوه زیاته اندازه پیسې د برېښنا د لګښت له کبله پرېکوي. خو دا ډېره اسانه او د دوی په واک کې خبره ده چې د خپلې برېښنا میاشتنۍ کارونه راکمه کړي، سپما وکړي څو یې بېل کم راشي. موږ ډېر کله ځینې کوچني لګښتونه بابېزه ګڼو، خو که په میاشتني ډول همدا کوچني کوچني لګښتونه را ټول کړو ډېرې زیاتې پیسې کېږي، چې که سپما شي، موخې ته رسېدل درته اسانه کېږي. کله چې له کوره بهر وی، د کوټې ګروپونه، بایلر او نور غیر ضروري شیان له برېښنا وباسئ. هېڅ داسې دلیل نشته چې په کور کې ستاسو د نشتون په صورت کې باید دغه شیان روښانه وي او بې ځایه برېښنا مصرف کړی. له سختې اړتیا پرته پکه مه روښانه کوئ، د کوټې کړکۍ مو خلاصې کړئ او د دې پر ځای چې ټوله شپه درته برېښنایي بخارۍ چالانه کړی، ډېرې کمپلې در باندې هوارې کړئ. بې زحمته راحت نشته، که تاسو په راتلونکي کې د خپل کور خوبونه وینی، نو د رښتیا کولو لپاره یې باید چې یو څه قرباني ورکړئ.

(سپما کول په دې مانا نه دي چې تاسو باید سخت او لاس تنګی ژوند تېر کړی، سپما یانې د بې ځایه او بې مورده لګښتونو مخنیوی، څو په راتلونکي کې د بل له احتیاجه خلاص او خپل ژوند مخ ته یوسی او د هرې ناڅاپي پېښې پر وړاندې په ډاډه زړه ودرېږی.) ژباړن

د ټولو شیان تر اخیستو وروسته پیسې مه سپما کوئ، بلکې اول سپما وکړئ او وروسته چې کومې پیسې در سره پاتې شوې، پر هغه باندې اړین توکي واخلئ. شتمن کسان اول سپما او وروسته لګښت کوي، خو بایلونکي او ماتې خوړلي کسان اول لګښت او وروسته سپما کوي. زما سپارښتنه تاسو ته دا ده کله چې تنخوا اخلی، لطفاً یو اندازه یې سپما کوئ. زه تل خپلو ملګرو او دوستانو ته وایم چې د خپلې تنخوا لس سلنه سپما کړي، ځکه که پنځه کاله وروسته خپلې سپما کړې پیسې وګوري، خوله به یې له خوښۍ خلاصه پاتې شي.

ما مې یوه ملګري ته همداسې مشوره ورکړې وه. هی درېغی هغه زما په خوله کړي وای. یوه میاشت وروسته یې راته زنګ وکړ، ویل یې: له مالي ستونزو سره مخ دی او یو څه پیسو ته اړتیا لري. ما پوښتنه ترې وکړه، څه مې چې درته ویلي وو، هغه د علمي کړي دي او پیسې د سمپا کړې دي که نه؟ د هغه ځواب نه و. هغه راته وویل، داسې حالت ته رسېدلی چې همدا پرون یې د کور ځینې وسایل خرڅ کړل او خپل لاس یې پرې ازاد کړ. ما نو هېڅ مرسته نه شوای ور سره کولی، ځکه ده له هماغه لومړۍ ورځې تېروتنه کړې وه. خو وعده یې را سره وکړه چې سر له راتلونکې میاشتې به زما سپارښتنه عملي کوي.

اجازه راکړئ یو څه درته توضیح کړم. فکر وکړئ تاسو د میاشتې لس زره افغانۍمعاش لری او د میاشتې د خپلې تنخوا لس سلنه سپما کوئ چې زر افغانۍ کېږي. په دې سره نو تاسو ۹ زره افغانۍ لری چې د کور لپاره یې خرڅ کړی. د کال په اخر کې به تاسو ۱۲ زره افغانۍ سپما کړې وي. که تاسو د پنځو کلونو لپاره همداسې وکړئ، ۶۰ زره افغانۍ او لس کاله وروسته به ۱۲۰۰۰۰زره افغانۍ ولری. البته دا یوه بېلګه وه. کېدای شي تاسو په میاشتني ډول له دې ډېرې پیسې وګټئ.

تاسو کولای شی پر سپما شویو پیسو باندې د ځان لپاره یو کارو بار پیل کړی. د دې کار لپاره تاسو یو څه صبر او د دې کار ادامې ته اړتیا لری. تاسو کولای شی د خپلې تنخوا له لس سلنې یوه زیاته برخه سپما کړئ. زه یو کس پېژنم چې هغه د خپلې میاشتنۍ تنخوا ۲۵ سلنه سپما کوله. له اوو کلونو وروسته وتوانېد چې د ځان لپاره ډېر ښه او لوی کارو بار پیل کړي.

تاسو ولې په مالي برخه کې له همدې اصل څخه ګټه نه اخلی؟ په دې کې د بایللو هېڅ شی نشته. دا سپما شوې پیسې هم ستاسو خپلې دي. تاسو کولای شی د سپما شویو پیسو لپاره یو ځانګړی بانکي اکونټ جوړکړئ او یا یې په خپل کور کې په یوه مناسب ځای کې وساتئ. زموږ ډېریو په کوچنیوالي کې دخلک درلود او  هغه پیسې چې کاکا، ماما، عمه، توړۍ او نورو به راکولې، په (دخلک) کې به مو ساتلې. هڅه وکړئ چې اوس بیا هماغه دورې ته ور وګرځئ، ځکه که سپما کول کومه تېروتنه وای، ما یې هېڅکله درته سپارښتنه نه کوله. زه د ویل راجرز له هغو جملو سره چې د سپما په اړه یې کړې دي، ډېره مینه لرم او ډېر خوند راکوي. هغه ویلي: «د خپلو پیسو د دوه برابره کولو لپاره یوه تر ټوله ښه لار دا ده چې پیسې مو دوه ځایه کړئ او یوه برخه یې په جېب کې در سره کېږدئ. که تاسو نن سپما ونه کړئ او ټولې پیسې مو د نویو توکو په پېرلو ورکړئ، نو کېدای شي سبا له یوه داسې حالت سره مخ شی چې په کور کې شته شیان مو خرڅ کړی او لاس مو پرې ازاد کړئ.

دا تنخوا نه ده چې شتمن کوي مو، بلکې د پیسو د لګښت قانون دی چې ستاسو د شتمن کېدو لامل کېږي. نو چې داسې ده، کوچنیو کوچنیو لګښتونو ته هم باید پام وکړئ، ځکه دریاب له څاڅکو جوړېږي.

مالي خوښي په دې کې نه ده چې تاسو باید د هر څه درلودونکي اوسئ، بلکې د دې ټکي زده کول دي، څه چې لری، تر هغې په لږو ګزاره وکړای شی څو وکولای شی تل یو څه اندازه سپما وکړی. دا کار تر هغه وخت پورې نه شي کېدای او امکان نه لري، څو پورې چې تاسو دغه ټکی زده نه کړی، قرضداري هر وخت په دې مانا نه ده چې تاسو پیسې نه لری، بلکې په دې مانا ده چې تاسو د پیسو د خرڅ کولو لپاره پروګرام نه لری.

سوزاورمان وایي: «که د دندې له لاسه ورکولو وېرېږی او له هغه وروسته د کوم کارو بار د پیل امکان هم نه وي، نو ښه ده چې په خپل جېب یا اکونټ کې د کور د اتو میاشتو د لګښت په اندازه سمپا شوې پیسې ولرئ.» تاسو باید د راتلونکې په اړه هم فکر وکړئ او هر څه مو یوازې په نن پورې محدود نه وي. نو چې داسې ده، باید دا زده کړئ چې څه ډول لګښت وکړی او څنګه سپما وکړی. کله چې پر دې کار بریالي شوی، بیا پوهېږئ چې له لګښته ډکې یوې تفرېح څخه مو یوه مناسبه راتلونکې مهمه ده. دا تاسو یاست چې خپله مالي راتلونکې باید کنټرول کړئ. په جامیکا کې یو مشهور متل دی چې وایي: «پیسې مو سپما کړئ، څو بیا وروسته همدغه پیسې له تاسو ملاتړ وکړي.» شتمن کسان د خپلو دریو نسلونو لپاره پیسې سپما کوي، خو هغه کسان چې له مالي اړخه کمزوري دي، د یوې اونۍ لپاره بیا دا کار کوي. د هوښیارو خلکو لپاره همدا یوه جمله کاپي ده. تاسو کولای شی چې د پیسو ګټلو او سپما په اړه بېلابېل کتابونه ولولئ. (که غواړئ په دې برخه کې ژر، خو ډېر څه زده کړی، نو زما بل ژباړلی کتاب «ګټه وټه» ولولئ. ژباړن

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پینګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې د پای ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

د چین د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس څلورمه غونډه پای ته ورسېده

مارچ 12, 2026

جانګ ګوه چینګ د اټومي انرژۍ په دوهمې سرمشريزې کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

چين: د افسوس وړ ده، چې د روسيې په وړانديز د منځني ختيځ د حالاتو مسوده تصویب نه شوه

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In