د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې په وروستیو ترهګریزو پېښو سخت خواشیني دي، خو سره له دې هم هند د افغانستان له یووالي، سوکالۍ، سولې، ثبات او امنیت ملاتړ کړی دی او خپل ملاتړ ته به ادامه ورکوي. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانانو له پراخو امنیتي تهدیداتو سره سره په ټاکنو کې پراخ ګډون کړی و او دا ثابتوي چې افغانان ولسواکۍ ته ژمن دي او له جګړو ستړي شوي دي. د هند حکومت ددغه ټاکنو د ترسره کولو له امله افغان حکومت او ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې ده. په خبرپاڼه کې وړاندې راځي، هند هیله لري چې راتلونکی پارلمان پر خپلو معقولو او مناسبو پرېکړو وکړی شي افغانستان ته سوله او ثبات راولي.



































