د امریکا ددفاع وزارت د کندهار په پېښه کې د خپل یوه جنرال ټپي کېدلی منلي دي. د امریکا ددفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره پنجشنبه په کندهار کې له یوې امنیتي غونډې وروسته خونړی ترهګریز برید وشو. خبرپاڼه زیاتوي په برید کې د دوو مهمو افغان چارواکو د وژل کېدو په ګډون امریکایی جنرال جیفري سمېلي هم ټپي شو. سرچینه کاږي، سمیلي دمګړی تر درملنې لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د امریکا ددفاع وزارت وايي چې دغه برید په کلکو ټکو غندي او په دې برخه کې له افغانستان سره د غمشریکۍ مراتب وړاندې کوي. تېره پنجشنبه په کندهار کې د یوه ترهګریز برید په ترڅ کې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او ددغه ولایت د ملي امنیت رییس ووژل شول. ددغه برید مسوولیت طالبانو ومانه، خو ولس له حکومت غواړي چې د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او معلومات یې له خلکو سره شریک کړي.



































