د یکشنبې په ورځ هم خلکو او ناظرانو د رایې اچونې له بهیره شکایت درلود. ناظران او رایه اچوونکي وايي، چې ځینې مرکزونه ناوخته پرانېستل شول او د رایې اچونې ټکني بهیر دوی په ساعتونو په کتارونو کې منتظر پاتې کړل. ډیری هغه کسان، چې د شنبې په ورځ له رایې اچولو محروم پاتې شوي وو، د یکشنبې په ورځ شاوخوا څلور سوه مرکزونو ته د رایې اچولو لپاره لاړل. د ټاکنو پر لومړۍ ورځ په شاوخوا ۵۵ سلنه مرکزونو کې خلکو رایې ورکړې، خو په ۳۴ سلنه مرکزونو کې د موادو او کارکوونکو د ناوخته رسېدو او بایومټریک سیسټم د ستونزو له امله ټاکنې وغځول شوې او د شپې تر ۹ بجو یې دوام درلود. د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې د انتخاباتو پر لومړۍ ورځ د ټاکنو د وخت غځېدو له امله ددوی شاوخوا ۶۵ په سلو کې ښځینه ناظرانې د تیارې خورېدو له امله له مرکزونو لاړې. ددغو ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره شاوخوا اویا زره افغان امنیتي سرتیري په دنده ګومارل شوي وو. په ځینو مرکزونو کې د رای اچونې د بهیر له بشپړېدو وروسته د ناظرانو پر وړاندې د رایو شمېرل پیل شول. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې تر ټولو زیاتې رایې په کابل، هرات، دایکندي او ننګرهار کې استعمال شوې او به ټولو ولایتونو کې د رایې اچونې له بشپړېدو سره به د رای اچونې شمېر پنځه میلیونه ته ورسیږي.



































